۰
د امریکا پخوانی سفیر:

افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
په افغانستان کې د امریکا یو پخوانی سفیر جیمز کنینګهم وایي، افغانستان ته د نړیوالو له خوا یوازې د بشري مرستو رسول بسنه نه کوي.
افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي
په افغانستان کې د امریکا یو پخوانی سفیر جیمز کنینګهم وایي، افغانستان ته د نړیوالو له خوا یوازې د بشري مرستو رسول بسنه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کنینګهم په یوه تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې په افغانستان کې یوه پراخ سیاسي حل ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې یوازې بشردوستانه مرستې او پر دې برخه تمرکز کول کافي نه دي، بلکې دلته د میلیونونه انسانانو د دایمي ژوند مسئله مطرح ده.

دی وايي، نړیواله ټولنه په تېره امریکا او اروپا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت، دایمي ثبات او افغانانو د حقونو خوندي کولو ته هڅه وکړي.

دغه پخواني دیپلومات ټینګار کوي چې ښايي نړیواله ټولنه په دومره اسانۍ د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، ځکه تر دې دمه لا هم پراخې اندېښنې د ګڼو مسایلو په اړه موجودې دي.

جیمرکنینګهم زیاتوي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، د افغانانو لاسنیوی دې وکړي خو تر څنګ دې د سیاسي حل لپاره فرصت برابر کړي.

جمهور خبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي