۰

کندهار کې د ۳ موټر بم بریدونو مخه نیول شوې ده

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۳ موټر بم بریدونو په مخینوي سره د خونړیو پېښو مخه ونیوله.
کندهار کې د ۳ موټر بم بریدونو مخه نیول شوې ده
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۳ موټر بم بریدونو په مخینوي سره د خونړیو پېښو مخه ونیوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو غوښتل له چاودېدونکو توکو دغه ډګ موټرو ته په خاکرېز ولسوالې کې چاودنه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې هوايي ځواک د طالبانو دغه درې موټر چې په یوه کې یې توپونه هم ځای پر ځای شوي و، هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه یووړل.
 
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکو دغو چاودنو  مخنیوي سره لسګونو هېوادوالو  ژوند وژغورل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي