۰

کندهار کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کندهار کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان پرون د ژېړۍ ولسوالۍ په پشمول او د ډنډ ولسوالۍ اړوند سیمو کې راټول او پر امنیتي پوستو یې د برید پلان درلود.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي، وار ړومبی کړی او د طالبانو پر غونډو یې بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، په دغه بریدونو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو پر غونډو د بریدونو او په کې د ۷۴ طالبانو د وژل کېدو او ۱۵ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي