کندهار کې د ۳ موټر بم بریدونو مخه نیول شوې ده

3 حوت 1399 ساعت 10:48

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۳ موټر بم بریدونو په مخینوي سره د خونړیو پېښو مخه ونیوله.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۳ موټر بم بریدونو په مخینوي سره د خونړیو پېښو مخه ونیوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو غوښتل له چاودېدونکو توکو دغه ډګ موټرو ته په خاکرېز ولسوالې کې چاودنه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې هوايي ځواک د طالبانو دغه درې موټر چې په یوه کې یې توپونه هم ځای پر ځای شوي و، هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه یووړل.
 
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکو دغو چاودنو  مخنیوي سره لسګونو هېوادوالو  ژوند وژغورل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com