راپورونه وايي، د امریکا د کانګرېس د تصویب شوې لایحې او مخالفت سره سره پنټاګون له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کانګریس د دسمبر په پنځمه د یوې لایحې په تصویبولو د ټرمپ حکومت مکلف کړ چې له افغانستانه نور ځواکونه ونه باسي مګر دا چې د امریکا له متحدانو او د افغانستان له حکومت سره پرې همږغي وشي.
د کانګریس غړیو د ملي دفاعي صلاحیت د قانون (National Defense Authorization Act) رامخکې کړی او په دې ذریعه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ډب کړې ده.
دا قانون وايي، مخکې تر دې چې پوځیان وایستل شي باید د حکومت د نورو ادارو نظرونه او مشوروې وغوښتل شي.
خو پینتاګون په یوه خبرپاڼه کې ویل، په اوس وخت کې کوم نوی حکم نه دی صادر شوی چې د روانې جنورۍ تر ۱۵ پورې دوه نیم زرو ته د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس ویلي، د پنټاګون دا اقدام به ښايي د جمهوریپاله او دیموکرات ګوندونو د هغه استازو چې له افغانستانه د ځواکونو له کمېدو سره مخالف دي غوسه لا زیاته کړي او د ټرمپ د حکومت پای ته رسېدو په اړه به یې اندېښنې زیاتې شي.
د کانګرس یوه غړي ویلي، که پنټاګون د ځواکونو کمولو ته دوام ورکړي دا به د قانون څخه ښکاره سرغړونه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په راتلونکو ګوتو په شمار ورځو کې د ټرمپ واکمني پای ته ورسېږي او نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د چارو واګې په لاس کې واخلي.
خو د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان باید د مې تر میاشتې له افغانستانه و وځي.
جمهورخبري آژانس:کابل