۰

ایراني ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰۰ افغان کډوال وژلي

چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
راپورونه وايي، ایراني ځواکونو ۱۰۰ تنه افغان پناه غوښتي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي وژلي دي.
ایراني ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰۰ افغان کډوال وژلي
راپورونه وايي، ایراني ځواکونو ۱۰۰ تنه افغان پناه غوښتي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کډوال په تېرو شپږو میاشتو کې د ایراني ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي او مړي یې افغانستان ته سپارل شوي دي.

د نیمرز ځایي چارواکو ایراني پوله ساتو ځواکونو نه یوازې سل افغان پناه غوښتونکي وژلي، بلکې سلګونه نور یې به ډزو او وهلو ټکولو ټپیان کړي دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسوولان هم وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۶۰ ډېر وهل شوي او ژوبل شوي افغانان له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي دي.

د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی د ایراني ځواکونو له لوري بد وهل شوي دي.

د لوېدیځو سرچینو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې تر یو ملیون ډېر افغانان ایران ته تللي دي.

ایران ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي