۰

د تاجکستان پولیسو دوه افغان قاچاقبر نیولي دي

پنجشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۲
راپورونه وايي، د تاجکستان پوليسو دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د تاجکستان پولیسو دوه افغان قاچاقبر نیولي دي
راپورونه وايي، د تاجکستان پوليسو دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نيول شوي کسان د افغانستان د تخار ولايت اوسېدونکي ښودل شوي او د تاجکستان پوليسو ويلي چې ياد کسان د نشه يي توکو د قاچاق د يوه لوی بانډ غړي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې د نشه يي توکو دغه قاچاق کوونکي یې تازه د افغانستان – تاجکستان د پولې په اوږدو کې نيولي دي.

پولیس وايي، له دوی سره ۹۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي چې ۷۹ کيلوګرامه هيرويين او پاتې چرس دي هم نيول شوي دي.

پوليسو ويلي چې د نيول شويو کسانو لپاره يې د تاجکستان د جزا قانون د ۲۰۰ مې مادې د څلورمې فقرې د حکم پر بنسټ دوسيه پرانيستې ده.
د دې مادې له مخې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ته د شل کاله بند سزا په پام کې نيول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي