کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت زیاتوي، دغه کسان د ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په دغه سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
وزارت زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل