د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېلې غاړې باید تاوتریخوالی کم کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه تازه ټوطټ کې ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د دغه تاوتریخوالي، نښتو او بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نوره د منلو وړ نه ده.
خلیلزاد وايي، په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي نو ښه به وي چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، چې روان تاوتریخوالی خواشینوونکی دی او اړینه ده چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره جګړې کمې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل