۰

خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، جي شنکر دوحې ته تللی او هلته یې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، جي شنکر او خلیلزاد په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

دغه زار یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو سیمه کې د روان وضعیت به اړه هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې دوه ورځې وړاندې قزاقستان ته تللی و او د دغه هېواد له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې پر سوله خبرې کوي.

د خلیلزاد او جي شنکر لیدنه پر داسې مهال کېږي، چې پرون دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو هم ناسته سره کړې، خو جزیات یې نه دي خپاره شوي.

په دوحه کې دغه ناستې پاستې پر داسې مهال کېږي، چې تازه اروپايي ټولنې له دواړو لورو غوښتي، چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل او خپل اساسي وړاندیزو وړاندې او یو د بل ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي