د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې د وروستي پرمتخګ سره یو ځل بیا سیمې ته سفر پیل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ترکیې ته ځي او له هغې وروسته به قطر ته پر داسې مهال سفر وکړي، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیلېدونکې دي.
نوموړي د سفر موخه د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ جلبولو لپاره ښودلي وايي، د یوې سیاسي نقشې،تلپاتې او هر اخیز اوربند لپاره د چټګ پرمختګ رامنځته کولو برخه کې به مرسته وکړي.
خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي« وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.»
د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې ټاکل شوې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه هلته د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل