۰
ینس سټولټنبرګ:

ناټو د افغان ځواکونو او سولې ملاتړ ته ژمنه ده

جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۴
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو سازمان په افغانستان کې د افغان ځواکونو ملاتړ او د سولې هڅو ته ژمن دی.
ناټو د افغان ځواکونو او سولې ملاتړ ته ژمنه ده
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو سازمان په افغانستان کې د افغان ځواکونو ملاتړ او د سولې هڅو ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ینس سټولټنبرګ نن جمعه د وري ‍۱۵ مه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې له هڅو هرکلی کوي خو د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، ملاتړ او تمویل ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې دوی په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او په دغه هېواد کې د ناټو حضور هم د وضعیت پر څرنګوالي پورې تړلی دی.

سټولټنبرګ وایي ناټو غواړي د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې ۱۲ زره ته راښکته کړي، خو بیا یې هم کموالی او ډېروالی د وضعیت پر څرنګوالي پورې تړلی دی.

هغه همدا راز د افغان حکومت له لوري د مرکچي پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته کېني او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي