۰
د ناټو سرمنشي:

د سرتېرو ایتسلو ته وخت شته دی، طالبان باید ماناداره مذکرات وکړي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو پرېکړې ته لا هم وخت شته دی.
د سرتېرو ایتسلو ته وخت شته دی، طالبان باید ماناداره مذکرات وکړي
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو پرېکړې ته لا هم وخت شته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې له سي ان ان سره په تازه مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې ناټو دې پرېکړې ته رسېدلې، چې د ټولو سرتېرو ایستلو ته لا هم وخت شته دی.

نوموړي زیاته کړې، د ناټو ارزونې ښيي، چې تر دې دمه د سرتېرو ایستلو ته زمینه نه ده برابره شوې.

د هغه په وینا که ناټو او امریکا په بېړه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو د دې احتمال شته چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړه شي.

سټولټنبرګ ټینګار کړي، چې د سرتېرو په بېړه ایستلو سره ښایي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

دی وايي، دمګړی حل لار دا ده، چې  طالبان په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره مانادار مذاکرات ولري، پر ژمنو عمل دې وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو سرمشني زیاتوي،د افغانستان د مسئلې په اړه به د ناټو او امریکا ترمنځ د نظر یووالی ادامه پیدا کوي او د حضور یا وتلو په اړه به دواړو لوري یوې واحدې هوکړې ته سره رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي