۰

ناټو: افغانستان کې د خپل ماموریت د اهدافو دفاع کړې

دوشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۴
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو او لوېدیځو قدرتونو د ۲۰ کلونو هدفونو دفاع کړې ده.
ناټو: افغانستان کې د خپل ماموریت د اهدافو دفاع کړې
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو او لوېدیځو قدرتونو د ۲۰ کلونو هدفونو دفاع کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې د جرمني له فرانکفورټر الګیماینه زایتونګ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن دوشنبه خپره شوې، کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ځیني وختونه د ترهګرۍ ګواښ مخنیوی هله کېدای شي چې په یوه ګواښ پېښوونکي هېواد کې ثبات ټینګ او پیاوړې ادارې رامنځته کړای شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو تړون د نورو غړو هېوادونو ۲۰ کلن پوځي مأموریت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد.

خو تر پای ته رسېدو دوه اوونۍ مخکې یې ملاتړی حکومت او افغان پوځ چې نړیوالو پرې ډېره پانګونه کړې وه، په کابل کې ړنګ شول او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي