۰

د طالب زندانیانو خوشي کول وځنډول شول

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا تایید کړې، چې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځندول شوې ده.
د طالب زندانیانو خوشي کول وځنډول شول
د افغانستان د ملي امنیت شورا تایید کړې، چې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځندول شوې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، د طالب زندانیانو د هغوی د نوملړ د بیا ارزونې په موخه ځنډول شوې ده.

جاوید فیصل پرون هم په خپل ټوېټر لیکلي و، چې امنیت شورا د زندانیانو د خلاصون لپاره یوه کړنلاره چمتو کړې او طالبان باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي، تر څو یې زندانیان خوشي او د سولې چارې سمې مخ ته ولاړې شي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی او دغه ډله باید پرېکړه وکړي، چې د ستونزې د حل برخه جوړېږي او که د ستونزو سره مله پاتې کېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو دوه ورځې وروسته د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ.

ښاغلي غني په خپله وینا کې و ویل، چې له طالبانو سره د زندانیانو د خلاصون لپاره یې یوه چوکاټ ته لار موندلې، خو په وینا یې ولس باید له دې ډاډه شي، چې خوشې کېدونکي زندانیان به بیا د جګړې سنګر نه ګرموي.

د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ټاکل شوې وه، چې پرون شنبې د کب ۲۴ مه د لومړی جوپه کې د ۱۵۰۰ طالب زندانیانو چې د ورځې به سل تنه خوشي کېږي لړۍ پیل شي.

خو اوس د امنیت شورا تایید کړې، چې دغه لړۍ د زندانیانو د نوملر د بیا ارزونې او ځینې تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان لا هم ټينګار لري، چې د وی پنځه زره زندانیان باید په یوه ځای خوشي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي