۰

رحمت الله نبیل طالبان د پاکستان پر ضد جهاد ته وهڅول

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د یوه مطبوعاتي فعال طالب پر ټوېټ په تبصره کې طالبان د پاکستان پر ضد جهاد ته هڅولي دي.
رحمت الله نبیل طالبان د پاکستان پر ضد جهاد ته وهڅول
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د یوه مطبوعاتي فعال طالب پر ټوېټ په تبصره کې طالبان د پاکستان پر ضد جهاد ته هڅولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طالب په یوه ټوېټ کې د پاکستان له خوا امریکا ته په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د احتمالي زمینې برابرولو په غبرګون کې ویلي، که پاکستان رښتیا په دې اړه امریکا سره د هوکړې په حال کې وي، نو دوی به د دغه هېواد پر ضد جهاد اعلان کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس همدې ټوېټ باندې تبصره کې لیکلي« شاید ډېر افغانان به په دی جهاد کی درسره شریک شي، خو ستاسې له بعضو مشرانو څخه دا توقع نکیږي، چی دا فتوا ورکړی او دا جرات وکړي.»

نبيل که څه هم له طالبانو داسې تمه نه لري، خو يادونه ورته کوي، چې که د پاکستان په مخالفت او جنګ واوړي، ډېرې ګټې به وکړي.

نوموړي ویلي، خو که دا فتوا ورکړي، څلور ګټې لري:

اول د طالبانو حکومت به سره له ډېرو ستونځو ملي ملاتړ/مشروعیت تر لاسه کړي، دویم په کور د ننه به د افغانانو منځ کې اتفاق او اتحاد راشي، ورور وژنه به بنده او افغانستان به د تل لپاره هوسا شي، درېیم تیر تاریخ به یو ځل بیا را ژوندی شي او څلورم دا چې په ګاونډي هېواد (پاک سرزمین) که به هم سوچه شرعي نظام حاکم شي او دوی به یې هم مزایا وویني.

رحمت الله نبیل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پاکستان پرون رد کړه، چې ګواکې امريکا سره یې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په سمبالښت کې د همکارۍ تړون تر لاس لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي