د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد او د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه پټ سفر روسیې ته تللي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې سفر ناروې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي له سفر سره په هم مهاله ډول تر سره شوی.
رحمت الله نبیل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
اسلامي امارت هم تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل