۰

د پاکستان یوه جنګي اېف ۱۶ الوتکه غورځېدلې ده

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ یوه اېف شپاړس جنګي الوتکه لوېدلې او په بشپړه توګه له منخه تللې ده.
د پاکستان یوه جنګي اېف ۱۶ الوتکه غورځېدلې ده
راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ یوه اېف شپاړس جنګي الوتکه لوېدلې او په بشپړه توګه له منخه تللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه الوتکه نن چهارشنبې د کب ۲۱ مه د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد اړوند شکرپړیان سیمه کې لوېدلې ده.
دغه الوتکه د مارچ درويشتمې نېټې د مراسمو لپاره د تمرين په موخه الوتې وه.

له سيمې تر لاسه شوي راپورونه وايي، د الوتکې په ايرو کې يې کوم جسد نه دی موندلی او داسې ښکاري چې پيلوټ ځان له الوتکې غورځولی دی.

پاکستان تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي