شمال کې د پوځ چارواکي وایي، بلخ ولایت کې پر طالبانو خپل ځای پر ځای کړی ماین چاودلی، چې له امله یې ۷ طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون چهارشنبې د کب ۷ مه د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په بول بلدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي د طالبانو سرچه موټر په یاده سیمه کې پر خپل اېښودل شوي ماین وربرابره شوې، چې په چاودنه کې یې ۷ طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي په دغه چاودنه کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ