۰
ملګري ملتونه:

شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
ملګري ملتونه وايي، شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی او لا هم توغندي او اټومي بمونه جوړوي.
شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی
ملګري ملتونه وايي، شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی او لا هم توغندي او اټومي بمونه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځینې اسناد رسېدلي، چې ښيي شمالي کوریا لا هم دغه پروګرام ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دغه هېواد له بندیزونو سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني توګه یې د تېلو پېرلو او وسلو پلورلو ته ادامه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې امریکا هم ویلي وو داسې نښې نښانې ښکاري چې شمالي کوریا د نوو توغندیو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي