ملګري ملتونه:

شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی

13 اسد 1397 ساعت 11:19

ملګري ملتونه وايي، شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی او لا هم توغندي او اټومي بمونه جوړوي.


ملګري ملتونه وايي، شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی او لا هم توغندي او اټومي بمونه جوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځینې اسناد رسېدلي، چې ښيي شمالي کوریا لا هم دغه پروګرام ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دغه هېواد له بندیزونو سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني توګه یې د تېلو پېرلو او وسلو پلورلو ته ادامه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې امریکا هم ویلي وو داسې نښې نښانې ښکاري چې شمالي کوریا د نوو توغندیو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107014

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107014/

جمهور
  https://www.jomhornews.com