۰

افغان ځواکونو جوزجان کې د طالبانو د باجګیرۍ لوی مرکز له منځه وړی

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو د جوزجان – بلخ پر لویه لار د طالبانو د اخاذی لوی مرکز له منځه وړی دی.
افغان ځواکونو جوزجان کې د طالبانو د باجګیرۍ لوی مرکز له منځه وړی
په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو د جوزجان – بلخ پر لویه لار د طالبانو د اخاذی لوی مرکز له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ویلي، د طالبانو دغه مرکز د جوزجان تر ټولو ستراتیژیکه نقطه شاه میرزا سیمه کې موقعیت درلود.

نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونو عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې  د جوزجان- بلخ پر لویه لار له طالبانو پاکه او دغلته یې د هغوی د اخاذۍ لوی مرکز له منځه وړی دی.

ښاغلی رضايي وايي، طالبانو له یو کال راهیسې میلیونونه افغانۍ پر دې لاره د اخاذۍ د مرکز په توسط له باروړونکو موټرو او د تېلو له ټانکرو څخه په زوره اخیستې دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر هم ویلي، دا هغه ځای دی چې طالبانو په کې څو ورځې وړاندې د تېلو دوه ټانکر له ډرېورانو سره یو ځای وسوځول، مګر اوس یې شاوخوا کلیو کې هم طالبان ځپل شوي دي.

د اذر په خبره طالبانو په دې لاره له تېرېدونکي هر موټر څخه ۳۰ زره افغانۍ اخیستې او د ورځې به یې عاید درې میلیونه افغانیو څخه هم اوښتلو.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې په فراه کې هم د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی و.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي