په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د نوي افغان حکومت د راتلو هرکی کړی وایي، دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې شفافې ټاکنې او د پایلو اعلان د یونما غوښتنه وه او ټاکنې د افغانانو حق دی.
اعلامیه زیاتوي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دي چې ګډ کار ورسره وکړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي«د کاندیدانو او د هغوي د پلویانو د اندیښنو نه خبر یو.»
خو په وینا یې ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په شمول د افغانستان د ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي او د کاندیدانو د غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د انتخاباتو د تنظیم ادارو ته بې پرې او تخصصي سلا مشورې ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل