۰
رونالډ نیومن:

طالبان د حکومت د تسلیمېدو په لټه کې دي، د موقت حکومت امکان صفر دی

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، طالبان په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې پر ځای د افغان حکومت د تسلیمېدو په فکر او لټه کې دي.
طالبان د حکومت د تسلیمېدو په لټه کې دي، د موقت حکومت امکان صفر دی
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، طالبان په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې پر ځای د افغان حکومت د تسلیمېدو په فکر او لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي طالبان سوله نه کوي، ځکه په وینا یې دی په دوحه کې له روانو مذاکراتو معلومات لري او په دې باور دی، چې طالبان روغې جوړې ته غاړه نه ږدي.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبان د مذاکراتو پر ځای په دې لټه کې دي چې څنګه وکړی شي افغان حکومت تسلیم کړي خو په خبره یې دا یوه ناممکنه خبره ده.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات د افغان حکومت او طالبانو له دویم پړاو خبرو د پیل سره په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو ګنګوسو ته په ځواب کې ویلي، چې دا امکان نه لري.

ده زیاته کړې، چې نه امریکا او نه هم افغان حکومت د داسې یوې پرېکړې پلویتوب کوي نو ځکه د موقت حکومت د رامنځ ته کېدلو امکان صفر دی.

رونالډ نیومن هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري تر خپلو د افغانانو غوښتنو ته ارزښت ورکړي او په رښتینې توګه د جګړې د پای لپاره اقدامات ترسره کړي.

امریکايي ديپلومات پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم په یوه مرکه کې ورته څرګندونې کړې وې.

نوموړي ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي، بلکې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته انتظار باسي او په دې فکر دي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به وکولی شي، حکومت ته سقوط ورکړي.

ښاغلي محب د طالبانو دا فکر غلت بللی و او ټینګار یې کړی و، چې که د سولې خبرې ناکام شي او طالبان له سولې مخ واړوي، نو افغان حکومت هم جګړې ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي