۰
نړیوال:

پر کابل پوهنتون د برید عاملین، طرحان او شریکان یې باید محاکمه شي

پنجشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
په کابل کې مېشتو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو استازو په بېلا بېلو پیغامونو کې پر کابل پوهنتون شوی برید غندلی او د دغه برید د عاملینو، طرحانو او شریکانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
پر کابل پوهنتون د برید عاملین، طرحان او شریکان یې باید محاکمه شي
په کابل کې مېشتو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو استازو په بېلا بېلو پیغامونو کې پر کابل پوهنتون شوی برید غندلی او د دغه برید د عاملینو، طرحانو او شریکانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات پر کابل پوهنتون د شوی وحشي برید غبرګون کې په وزارت او له هېواده بهر د افغانستان په استازولیو او قونسلګریو کې د تسلیت او خواخوږۍ کتاب پرانستی و.

په همدې اړه کابل کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو استازو په دغه کتاب کې پر کابل برید په کلکو ټکو غندلی، او د دغه برید د عاملینو، طراحانو او شریکانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

دوی په خپلو خاطراتو کې لیکلي، چې پر بې ګناه ملکي، وګړو، علمي او تعلیمي مرکزونو او نورو عامه ارزښتونو برید د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او بشري ضد جنایت دي.

د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټمي انرژۍ رییس هم تهران کې افغان سفارت ته ورغلی او د کابل پوهنتون د شوي برید په اړه یې خپل تسلیت او خواخوږي درج کړې ده.

علي اکبر صالحي په دغه کتاب کې لیکلي، چې ایران په کابل پوهنتون شوی برید په کلکو ټکو غندلي، د افغان سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي او د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د کابل تر څنګ ولاړ دی.

دغه راز یو شمېر نورو پېژندل شویو څېرو او نړیوالو دیني عالمانو هم دغه ډول ترهګر بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د اسلامي شریعت او نصوصو سره کامل په ټکر کې او حرام بللي دي.

دوی په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو په چټکتیا او دغه راز د اوربند په کولو او جګړې په پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون د تېرې سه شنبې لړم ۱۳ مه ورځ درې تنه وسله والو برید وکړ، چې له امله یې ۲۲ تنه و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش واخیست خو افغان حکومت پرې پړه طالبان وبلله، ځکه په وینا یې طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي