د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب او غوښتنه ده او باید ولس یې له ټولو جزیاتو خبر وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د افغانستان ولس په تېرو جګړو کې ډېره قرباني ورکړې او اوس د سولې په روان بهیر کې د دې حق لري، چې له ټولو جزیات خبر وي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنو او نظرونو ته درناوی وشي او د هغوی غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.
ښاغلي عبدالله و ویل، چې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره باید یو ټول شموله مذاکراتي او ټولو ته منلو وړ ټیم جوړ کړای شي تر څو د سولې خبرې په ښه شکل مخ ته یووړل شي.
ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني هغه فرمان ته چې پر بنسټ یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځ ته شو او ویې ویل، چې وروسته له دې به د سولې ټولې چارې د همدې وزارت له خوا مخ ته وړل کېږي و ویل، چې یوازې یو وزارت نه شي کولی د سولې ټولې چارې مخ ته یوسي، بلکې په دې بهیر کې باید ټول اړخونه په پام کې ونیول شي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس د ولسمشر دغه خبره چې د سولې ټولې چارې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا مخ ته وړل کېږي یو ناسنجیده عمل وباله.
عبدالله زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې ملاتړ کوي، خو سوله نه باید انحصاری او د یوه نفر په لاس کې وي، بلکې دا د افغانستان د خلکو حق دی، چې د سولې په اړه نظر ورکړي، په ناستو کې یې ګډون وکړي او د حکومت په ګډون باید یو ټول شموله مذاکراتي ټیم ورته جوړ شي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس دغه څرګنونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره و ویل، چې له دې وروسته به د سولې ټولې چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په محوریت مخ ته وړل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل