۰
ولسمشرغني:

د ملي یووالي په ټنګښت کې د خبریالانو رول مهم دی

پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پېژندنې او ملي یووالي په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو.
د ملي یووالي په ټنګښت کې د خبریالانو رول مهم دی
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پېژندنې او ملي یووالي په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه ماښام مهال د ۳۴ ولایتونو له آزادو خبریالانو سره په یوه غونده کې وکړې.

ښاغلي غني و ویل چې د خبریالۍ د ستونزمنې دندې انتخاب له هېواد، قانون او ملي ګټو سره د افغان خبریالانو منیه او صداقت ښيي.

ولسمشر د څلوېښت کلن بحران او جنګ د پایته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د پایداره سوله لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو یو.

هغه خپل ویاند محمدهاورن چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو ټول وړاندیزونه او نظریات د ژمنو په جدول بدل او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي، ځکه د عملي کولو په برخه کې یې د ټولو ادارو تعهد پکار دی.

دغه راز ولسمشر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ته لارښوونه کړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګي وشي.

ولسمشرټبنګار کړی، چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق باید سم مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شي او همدارنګه دې دولتي اعلانونو د عادلانه وېش وړاندیز دې د کابینې غونډه کې مطرح شي.

ښاغلي غني له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملي امنیت سلاکار سره شریک کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې پلټونکي راپورونه به د قانون د حاکمیت عالي شورا کې د بحث په پایله کې طبقه بندي شي.

 ولسمشر د خپلو خبرو په بل برخه کې د نظام د مشروعیت او د سولې پروسې په برخه کې د ولسمشر د قانوني صلاحیتونو د اعمال لپاره پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، د فساد ضد مبارزه حیاتي او د ولس مهمه غوښتنه ده، نو  غل، غاصب او فاسد چې هیڅ قوم ته منسوب نه دی، دوی ته دې قومي بیمه نه ورکول کېږي.

ولسمشر و ویل، چې د خپلواکۍ سلیزه باید په ملي بحث بدله او د عظیم ملي جشن په توګه ونمانځل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي