د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) چارواکي وايي، د ملي یووالي د حکومت له پیله تر اوسه پورې هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې د حکومت له پیله تر اوسه پورې ټولټال ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.
د نی اجرايوي ریيس عبدالمجيب خلوتګر نن دوشنبې د وږي ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د رسنيو د كاركوونكو د تلفاتو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګند کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې خبريالي او په رسنيو كې كار كول ورځ تر بلې سختېږي او د ملي يووالي حكومت له پيله په منځنۍ توګه هر كال ۱۳ خبريالان او انځور اخيستونكي وژل شوي دي.
خلوتګر د ملي يووالي حكومت له پيله تر اوسه په هېواد كې ۵۳ خبريالان او انځور اخيستونكي وژل شوي، چې د تېر حكومت په پرتله څلور برابره زياتوالى ښيي.
د نی اجرائیوي مشر حكومتي مسوولين د خبريالانو د امنيت د ټينګښت په برخه كې په بې پروايئ تورنوي.
ده د امنيتي ارګانونو له مشرتابه وغوښتل، چې د تروريستي پېښو له ترسره كېدو وروسته د خبري پوښښ په مهال د خبريالانو د ساتنې لپاره تازه امنيتي تشكيل رامنځته كړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض