د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر وايي، په افغانستان کې به د دوی ماموریت د ترهګرو تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپېر چې د پوځ له مشر جنرال ماریک میلي سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام د دې لپاره دی، تر چې ډاډ تر لاسه شي، چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.
هغه زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې یو واضح او ښکاره ماموریت لري او هغه دا دی، چې د ترهګرو جرړې ختمې کړي.
دی وايي، تر هغه چې په یاد هېواد کې د ترهګرو فعالیتونه وي او د مرکزونو د جورېدو وېره یې پر ځای وي امریکايي ماموریت به هم دوام کوي.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی، هر وخت چې دوی ډاډه شول، چې افغانستان نور د ترهګرو خوندي ځای نه دی نو امریکا به هم خپل سرتېري وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل