۰
د امریکا دفاع وزیر:

امریکا د شل کاله پخوا په پرتله اوس ډېره خوندي ده

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۱
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښې ته په اشارې وایي، چې امریکا د شل کاله پخوان په پرتله اوس ډېره خوندي ده.
امریکا د شل کاله پخوا په پرتله اوس ډېره خوندي ده
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښې ته په اشارې وایي، چې امریکا د شل کاله پخوان په پرتله اوس ډېره خوندي ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټن د سپټمبر د یوولسمې پېښې د کلیزې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا دفاعي او تعرضي وړتیاوو تکامل موندلی او زیاتې شوې دي.

هغه له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په اړه دومره ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت او نورې ښکېلې ادارې به په دې اړه پوښتې په راتلونکې کې وڅېړي او تر هغه وخت چې ارزونې بشپړې شوې نه وي، دی څه نه شي ویلی.

خو ټینګار یې وکړ، چې امریکا به له افغانستان څخه رامنځ ته کېدونکي ګواښونه په دوامداره توګه څاري خو دغه کار به په چین باندې چې د امریکا لپاره یو بالقوه ګواښ دی، د تمرکز د ساتلو په وړاندې خنډ واقع نه شي.

اسټن ویلي، د امریکا د دفاع وزارت به د سومالیا په شان سیمې چې حکومتولي په کې ضعیفه ده او نړیوال ترهګر په کې فعالیت کوي تر خپل نظر لاندې ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي