د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، روسیه به د افغانستان د تېرې شنبې د ورځې د ولسمشریزو ټاکنو اعلانېدونکې پایلې په رسمیت ومني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف چې پرون دوشنبې د تلې ۸ مه مسکو کې خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه، که څه هم تر اوسه د ټاکنو رڼه او شفافه ارزونه نه ده شوې، خو که پایلې اعلان شوې روسیې ته به د منلو وړ وي.
په ورته وخت کې کابلوف دا هم و ویل، چې روسیه به ډېر ژر د افغانستان د سولې په تړاو یوه غونډه هم جوړه کړي.
نوموړي زیاته کړه، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په میاشت کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.
د روسیې ځانګړی استازی وایي، د سولې په اړه یې له طالبانو سره هم تماسونه نیولي، خو لا هم پرې کار روان دی او نېټه یې تر اوسه دقیقه نه ده.
روسیه پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو د غونډې جوړلو خبر ورکوي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.
امریکا وایي، تر چې طالبانو کړې ژمنې عملي کړې نه وي او اوربند اعلان نه کړي، د سولې خبرې به بیا ورسره پیل نه کړي.
په ورته وخت کې افغان حکومت هم ویلي، چې د سولې دروازې د طالبانو پر مخ خلاصې دي، خو لومړی شرط اوربند دی او طالبان باید نور د افغان وژنې څخه لاس واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل