۰

روسیه: د امریکا وروستي بندیزونه بې ځوابه نه پرېږدو

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
روسیې د امریکا له خوا پر څو روسي افرادو او شرکتونو وروستیو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وایي، د امریکا دا کار به بې ځوابه پرېنږدي.
روسیه: د امریکا وروستي بندیزونه بې ځوابه نه پرېږدو
روسیې د امریکا له خوا پر څو روسي افرادو او شرکتونو وروستیو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وایي، د امریکا دا کار به بې ځوابه پرېنږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  امریکا د تېرې پنشنبې په ورځ پر یوه روسي شرکت او ۱۷ روسي وګړو باندې، چې د سایبري جرمونو تور یې ورپورې کړی و، بندیزونه لګولي دي.

خو د امریکا دغه کار ته روسیې غبرګون ښودلی او وايي دوی به هم امریکا ته ځواب ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې که چېرته امریکا په دې اړه شواهد لرلی نو لومړی یې باید د دوو هېوادونو د متقابلو اړیکو او همکاریو له مخې د دې هېواد اړوندو ارګانونو ته د هغوی په اړه شکایت کړی وای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خو دا چې دوی وار له مخه بندیزونه ولګول دا د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن نه غواړي له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې وپالي او یا هم نه پوهېږي.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا وروستی اقدام د جرمونو پر وړاندې مبارزه نه؛ بلکې پر روسیې یو بل تبلیغاتي برید دی چې بې ځوابه به پاتې نشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي