۰
روسیه:

د سي ای اې غړو افغانستان کې نشه يي توکي قاچاق کول

یکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
روسیه وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي او د سي ای اې یا استخباراتو غړو یې نشه يي توکي قاچاق کول.
د سي ای اې غړو افغانستان کې نشه يي توکي قاچاق کول
روسیه وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي او د سي ای اې یا استخباراتو غړو یې  نشه يي توکي قاچاق کول.
 
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، امریکا روسي ځواکونه په افغانستان کې د جګړو پر پراختیا تورنوي خو د امریکایي استخباراتو غړو په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د سي ای اې د غړو الوتکې له کندهار او بګرام هوايي ډګرونو الوتلې او په المان او رومانیا کې کېناستلې خو هېچا هم ترې پوښتنه نه کوله.
 
کابلوف وايي، په دې کیسه هر افغان خبر دی او امریکا دې پر روسیه د طالبانو د ملاتړ تورونه نه پورې کوي.
 
روسیې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې مخکې امریکايي رسنیو مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د انعام ورکولو او وسلو په برابرولو تورن کړی دی.
 
خو روسیې او طالبانو دواړو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي