۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې د بشري وضعیت د څارلو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د بشري وضعیت د ارزولو لپاره یې خپلو هڅو ته ادامه ورکړې ده.
افغانستان کې د بشري وضعیت د څارلو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د بشري وضعیت د ارزولو لپاره یې خپلو هڅو ته ادامه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بشري‌ حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي‌ استازي‌ ریچارډ بېنټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي‌ چې دوی افغانستان کې د بشري‌ وضعیت د څارلو لپاره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي، په ترکیه کې د بشري‌ حقونو په برخه کې له افغان فعالینو سره کتلي‌ او له دوی سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

بېنټ نور وضاحت نه دی ورکړی چې د دوی د بحث موضوع څه وه،‌ خو ټینګار یې کړی چې دوی د افغانانو له حقونو دفاع ته ادامه ورکوي.

د ملګرو ملتونو دغه استازی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و او وايي‌ چې دلته په روان بشري وضعیت اندېښمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي