۰
شاهین:

هر هېواد چې کابل کې سفارت خلاصول غواړي موږ یې امنیت ته ژمن یو

دوشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۸
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي حکومت له لوري نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي، هر هغه هېواد چې غواړي په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پيل کړي دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دي.
هر هېواد چې کابل کې سفارت خلاصول غواړي موږ یې امنیت ته ژمن یو
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي حکومت له لوري نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي، هر هغه هېواد چې غواړي په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پيل کړي دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د ديپلوماتیکو ماموریتونو ساتلو ته ژمن دي او افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونه په ډاډه زړه په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریتونه ولري او له افغانانو سره مرستې وکړي.

ښاغلي شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی له سیمې او نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل خو یو شمېر نورو بیا پرانیستي پرېښي و او دغه راز یو شمېر نورو بېرته فعال کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي