په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن راز ویلي، افغان مېرمنې له طالبانو سره په روانو خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري.
نوموړې زیاته کړې، نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو پر اساسي حقوقو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نه و مراعات کړي، ټینګار وکړي.
د نوموړې په وینا ښځې باید د کار او زده کړو حق ولري او وکړی شي په ازادانه توګه خپلې خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد کانګرس ته ډاد ورکړی، چې د سولې خبرو کې به د ښځینه وو پر حقونو به معامله نه کېږي او له طالبانو سره پر دې مسایلو واضح بحثونه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل