۰
سهیل شاهین:

د جي ۲۰ په غونډه کې دې افغانستان سره شوې ژمنې عملي شي

شنبی ۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوی استازی سهیل شاهین وايي، د جي شل په غونډه کې دې له افغانستان سره شوې ژمنې عملي شي.
د جي ۲۰ په غونډه کې دې افغانستان سره شوې ژمنې عملي شي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوی استازی سهیل شاهین وايي، د جي شل په غونډه کې دې له افغانستان سره شوې ژمنې عملي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین زیاته کړې، ژمی را روان دی او بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه د یو میلیارډ یورو مرستې د سپارلو هغه ژمنه ژر تر ژره عملي کړي چې له بې وزلو او بې وسې خلکو او کورنیو بې ځایه شوېو سره یې د افغانستان په اړه د جي شل په انلاین سرمشریزه کې کړې وه.

نوموړي پرون جمعه د لړم ۷ مه په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسسو له لارې په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

ده ویلي، دا بشري مرستې به په افغانستان کې د کډوالۍ، قحطۍ او بشري بحران د مخنیوي په چاره کې د دواړو خواوو روان ګډ دوه اړخیز مسوولیت پای ته ونه رسوي.

شاهین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هغو پرمختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې چې نړیوالو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د جنیوا په کنفرانس کې له دې هېواد سره کړې وې، عملي اقدام وکړي.

نوموړي د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د ازادېدو پر غوښتنه هم یوځل بیا ټینګار کړی او لیکلي یې دي، له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د خلکو د نژدې لس میلیارډ ډالره شتمنۍ په ازادولو کې زموږ مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي