۰

تاجکستان افغان پولې ته څېرمه تروریستي ضد عملیات کړي

پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۷
تاجکستان وايي، چې د افغانستان پولې ته نېږدې یې په خپل بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.
تاجکستان افغان پولې ته څېرمه تروریستي ضد عملیات کړي
تاجکستان وايي، چې د افغانستان پولې ته نېږدې یې په خپل بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا عملیات په بدخشان ولایت کې له هغو لاریونونو وروسته پیل شوي چې څو ورځې یې دوام وکړ.

لاریونوال وايي، والي او ښاروال د پولیسو په توقیف کې د یوه مدني فعال د وژل کېدو قضیه نه ده تعقیب کړې او له دې کبله د والي او ښاروال د استعفا غوښتنه لري.

تر دغه لاریونونو وروسته د تاجکستان چارواکي وايي، پوځ یې په خپل ناارامه بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.

په همدې حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې رودنکو وايي، د افغانستان له شمالي پولو اندېښنه لري.

ده د افغانستان د شمالي سیمو وضعیت پېچلی بلل زیاتوي، دې وضعیت نه یوازې د روسیې بلکې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه هم زیاته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي