۰
اروپايي ټولنه:

افغان حکومت د ښوونځیو د پرانستو ژمنه راسره کړې ده

دوشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.
افغان حکومت د ښوونځیو د پرانستو ژمنه راسره کړې ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه ټوېټونو کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ښوونځیو پر پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرو بحثونه شوي دي.

نیکلاسون وایي، افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې ژر به د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت نشراتي برخې هم دغه لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د زده کړو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو همکارو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې نیکلاسن تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم د افغانستان پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي