اروپايي ټولنه:

افغان حکومت د ښوونځیو د پرانستو ژمنه راسره کړې ده

19 ثور 1401 ساعت 11:56

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه ټوېټونو کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ښوونځیو پر پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرو بحثونه شوي دي.

نیکلاسون وایي، افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې ژر به د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت نشراتي برخې هم دغه لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د زده کړو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو همکارو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې نیکلاسن تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم د افغانستان پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com