۰

ملګري ملتونه: هڅه کوو په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي

دوشنبه ۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۵
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي څو د خوړو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.
ملګري ملتونه: هڅه کوو په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي څو د خوړو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې همدې امله یې تېر کال په بېلو ولایتونو کې له شاوخوا ۱،۳ میلیونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او نورو اړینو توکو مرسته کړې ده.

سرچینه وايي، دوی د دې تر څنګ افغان کروندګرو ته روزنه هم ورکړې ده او له نړیوالو معیارونو سره سم یې دوی کرنې او مالدارۍ ته هڅولي دي.

یادې ادارې تر دې وړاندې هم له افغان کروندګرو سره د مرستو ژمنه کړې وه او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی و، چې ښایي د وچکالۍ له امله افغان کروندګر زیانمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي