۰
د کرنې سازمان:

افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره مرستو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۶
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا FAO په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره مرستو ته دوام ورکوو
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا FAO په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې FAO  پرون د کب ۹مه په یوه ټویټ کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو د دفتر د سخاوتمندانه مالي مرستو پرمټ به په افغانستان کې وچکالۍ ځپلو ته د ژوند ژغورنې بشري مرستې ورسوي.

د دې سازمان په خبره دغه پروژه به د له ۶۳ زره زیاتو خلکو د خوړو د خوندیتوب او تغذیې شرایط ښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې شااوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي