۰

فابریزیو چیزاریتي: نړیوال باید افغانستان هېر نه کړي

یکشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال استازي فابریزیو چیزاریتي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان هېر نه ‌کړي او خپلې بشري مرستې ورسره روانې وساتي.
فابریزیو چیزاریتي: نړیوال باید افغانستان هېر نه کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال استازي فابریزیو چیزاریتي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان هېر نه ‌کړي او خپلې بشري مرستې ورسره روانې وساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چیزاریتي پرون د خوړو نړیواله ورځ په ویاړ له کابله په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، د خوړو په نړیواله ورځ یې نړۍ ته پیغام دا دی چې افغانستان د نه هېروي.

نوموړي زیاته کړې«مرستندوی هېوادونه به بیا د G20 په غونډه کې سره راغونډ شي، موږ د دوی د پاملرنې غوښتنه کوو چې اساسي مالي مرستې برابرې کړي، په ځانګړي ډول د کرنې سکټور او د معیشت خوندیتوب لپاره، ځکه راروان کال به په دغه هېواد کې د خوړو خوندیتوب ناوړه وي.»

د یادونې ده، چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو په کوربه ‌توب د جنوا په کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې يو میلیارد ډالرو او تېره سې شنبه د جي ۲۰ ډلې په انلاین غونډه کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې يو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي