ملګري ملتونه: هڅه کوو په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي

5 ثور 1401 ساعت 8:55

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي څو د خوړو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي څو د خوړو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې همدې امله یې تېر کال په بېلو ولایتونو کې له شاوخوا ۱،۳ میلیونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او نورو اړینو توکو مرسته کړې ده.

سرچینه وايي، دوی د دې تر څنګ افغان کروندګرو ته روزنه هم ورکړې ده او له نړیوالو معیارونو سره سم یې دوی کرنې او مالدارۍ ته هڅولي دي.

یادې ادارې تر دې وړاندې هم له افغان کروندګرو سره د مرستو ژمنه کړې وه او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی و، چې ښایي د وچکالۍ له امله افغان کروندګر زیانمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149976

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149976/

جمهور
  https://www.jomhornews.com