۰
د امریکا پخوانی سفیر:

افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی

دوشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۴
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې په روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې وايي، نړۍ یې پر وړاندې بې غوري کوي.
افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې په روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې وايي، نړۍ یې پر وړاندې بې غوري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېلسن په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روان بشري ناورین او د نړۍ بې پامي دواړه د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې  د نړۍ د ټولو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادونو پام اوکراین ته دی او افغانستان او دلته روان بشري ناورین یې هېر کړی دی.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي، په افغانستان کې باید بشردوستانه مرستې ډېرې شي او اړ کسان دې له لوږې او خوارځواکۍ وژغورل شي.

همدارنګه ده زیاته کړې، نړۍ د نوي حکومت کړنو ته متوجه ده او دوی ته په کار ده چې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او په حکومتولۍ کې پوره معقول چلند ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي