۰
راین کراکر:

که افغان جګړه اوږده شي ګاونډي او د سیمې هېوادونه به هم زیانمن شي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۷
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که افغان جګړه اوږده شي ګاونډي او د سیمې هېوادونو ته به یې هم زیان ورسېږي.
که افغان جګړه اوږده شي ګاونډي او د سیمې هېوادونه به هم زیانمن شي
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که افغان جګړه اوږده شي ګاونډي او د سیمې هېوادونو ته به یې هم زیان ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کراکر په تازه مرکه کې ویلي تر اوسه پورې د سولې خبرو افغانستان ته ګټه نه ده کړې، بلکې لا جګړې زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان پر سوله باوري نه دي او د لا ډېرو سیمو نیولو ته لېواله دي، چې دا به جګړې نورې هم ډېرې او شدیدې کړي.

دغه پخواني امریکايي ديپلومات خبرداری ورکړی، که پر سوله تمرکز و نه شي او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي نو په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د دوام خطر شته دی او دا احتمال شته چې وضعیت نور هم ترینګلی شي.

دی وايي، د جګړو د دوام او شدت په صورت کې به یوازې افغانستان نه، بلکې ګاونډي او سیمې هېوادونه به هم زیان وویني.

کراکر وايي، له همدې امله د ټولې سیمې هېوادونو ته په کار ده چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ټولو اړخونو سره همکاري وکړي.

دا پخوانی امریکايي دیپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د افغان لورو ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي خو جګړې شدیدې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي