د امریکا پخوانی سفیر:

افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی

29 حمل 1401 ساعت 9:04

کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې په روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې وايي، نړۍ یې پر وړاندې بې غوري کوي.


کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې په روان بشري ناورین اندېښنه ښودلې وايي، نړۍ یې پر وړاندې بې غوري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېلسن په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روان بشري ناورین او د نړۍ بې پامي دواړه د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې  د نړۍ د ټولو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادونو پام اوکراین ته دی او افغانستان او دلته روان بشري ناورین یې هېر کړی دی.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي، په افغانستان کې باید بشردوستانه مرستې ډېرې شي او اړ کسان دې له لوږې او خوارځواکۍ وژغورل شي.

همدارنګه ده زیاته کړې، نړۍ د نوي حکومت کړنو ته متوجه ده او دوی ته په کار ده چې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او په حکومتولۍ کې پوره معقول چلند ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com