۰

اسلامي امارت: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان اسلامي امارت په یوه تازه اقدام کې له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او موسیساتو غوښتي، چې له دې وروسته دې په ټوله راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه کار واخلي.
اسلامي امارت: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي
د افغانستان اسلامي امارت په یوه تازه اقدام کې له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او موسیساتو غوښتي، چې له دې وروسته دې په ټوله راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان بانک د ۳۳ مې مادې پر بنسټ د افغانستان رایج پولي واحد افغانۍ ده.

نوموړي له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او ټولو افغانانو غوښتي، چې په قرارداونو، پولي معاملاتو او راکره ورکړه کې د افغانۍ څخه کار واخلي تر چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې له پرون راهیسې په کندهار ولایت کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو پیل شوې او پاکستانۍ کلداره بنده شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي