اسلامي امارت: ټوله راکړه ورکړه باید په افغانیو تر سره شي

14 میزان 1400 ساعت 8:59

د افغانستان اسلامي امارت په یوه تازه اقدام کې له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او موسیساتو غوښتي، چې له دې وروسته دې په ټوله راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه کار واخلي.


د افغانستان اسلامي امارت په یوه تازه اقدام کې له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او موسیساتو غوښتي، چې له دې وروسته دې په ټوله راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه کار واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان بانک د ۳۳ مې مادې پر بنسټ د افغانستان رایج پولي واحد افغانۍ ده.

نوموړي له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او ټولو افغانانو غوښتي، چې په قرارداونو، پولي معاملاتو او راکره ورکړه کې د افغانۍ څخه کار واخلي تر چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې له پرون راهیسې په کندهار ولایت کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو پیل شوې او پاکستانۍ کلداره بنده شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143296

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143296/

جمهور
  https://www.jomhornews.com