۰
ډونالډ ټرمپ:

د جوبایډن د کمزوری له امله طالبانو امریکايي تجهیزات تر لاسه کړل

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۲
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا توندې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان د قضیې په برخه کې په کمزوری تورن کړی دی.
د جوبایډن د کمزوری له امله طالبانو امریکايي تجهیزات تر لاسه کړل
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا توندې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان د قضیې په برخه کې په کمزوری تورن کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د سپتمبر ۱۱ مې پېښې ته په اشارې ویلي، طالبانو د بایډن د کمزورۍ نه په ګټې اخیستنې سره امریکايي تجهیزات ته لاس رسی موندلی دی.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې کې ویلي، د بایډن کمزوري او ضعف و، چې طالبانو د ۸۵ میلیارد ډالرو به ارزښت امریکایي تجهیزات تر لاسه کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د یوې مرمۍ له فیر کولو پرته د امریکا نظامي تجهیزات تر لاسه کړل.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او ۲۵۰ افغانانو وژل کېدو ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ پر جوبایډن پر داسې مهال نیوکه کوي، چې جوبایډن ټرمپ تورنوي، چې له طالبانو سره یې بده معامله کړې او په تړون سره یې د ده لاس تر شا ورتړلي.

جوبایډن ویلي وو، د دغه تړون پر اساس ده دوه لارې درلودې، یا به یې د شوې موافقې سره سرتېري ایستل او یا به یې هم په افغانستان کې خپل حضور ته ادمه ورکوله، چې په وینا یې ده لومړی هغه انتخاب کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي